راځی چې د پښتو ژبې زده کړو

د پښتو ژبی زده کړه پروګرام
د پښتو ژبې د زده کړې ټولګی
اوسنۍ نړۍ چې تر ډېره د انټرنيټ پر مټ سره نژدې شوې او د بشريت د ژوند په هر اړخ کې يې سهولت را منځته کړی، له همدې فرصت څخه په استفادې د ټاپ ټيک ښوونځي په اډانه کې د پښتو ژبې په ګډون د ښوونځي مختلف مضمونونه په آنلاين ډول د لوړو زده کړو او تجربه لرونکو ښځينه او نارينه ښوونکو لخوا تدريسوو؛ که د پښتو ژبې او نورو ديني او ساينسي علومو د زده کړې په لټه کې ياست، د ټاپ ټيک ښوونځي د کورنۍ غړي شئ، په ګډه به د هدف ته د رسېدو په پار د مزل لاره لنډوو.
زموږ هدف:
هغو بهر مېشتو افغان کوچني ماشومانو ته چې د زده کړې د چاپيريال په شمول يې ټولنيز، اقتصادي، فرهنګي او له ژوند سره تړلي نور اړخونه له افغاني کلتور او پښتو ژبې سره توپير لري، نه يې زده کړې په پښتو ژبه دي او نه يې هم د پارک او تفريح په ماحول کې د پښتو ژبې له ويونکو سره څه سر او کار شته، د کورنۍ مشران هم د ډېرو بوختياوو له امله نشي کولای، چې له خپلو کوچنيانو سره کافي وخت تېر کړي او له هغوی سره په خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبه خبرې وکړي، کوچنيان او تنکي ځوانان هم په خپلو درسونو کې د ډېر مصروفيت له وجې نشي کولای، چې د خپلو والدينو د وطن (افغانستان) د دود او دستور په باره کې له خپلو مشرانو سره وغږيږي، د پښتو ژبې د کورسونو او ټولګيو نشتوالی هم د ورته ستونزو د حل په مخ کې خنډ دی، دغه لاملونه دي چې بهر مېشت تنکي ځوانان د پښتو ژبې له زده کړې بې برخې دي. د ټاپ ټيک آنلاين ښوونځي مشرتابه او ورسره ټيم د ورته بهر مېشتو هيوادوالو د دغه ارمان د پوره کېدو او د پښتو ژبې د زده کړې د ستونزې د حل په موخه قدم پورته کړی او په دې برخه کې خدمت د ځان لپاره وياړ ګڼي.
بله دا چې، اوسمهال د نړۍ په لر او بر کې د ځايي او بومي پښتنو په ګډون چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده په لسګونو ميليونه وګړي په پښتو ژبه خبرې کوي، له دغو وګړو سره د سياست، سوداګرۍ، مهاجرتونو، ټولنيزو چارو، سياحت او ګرځندوی، فرهنګي او د ژوند په نورو ګڼو اړخونو کې د اړيکو ساتلو په هدف د نړۍ لوی او پرمختللي هيوادونه په پښتو ژپه د اعتماد وړ غږيزې، انځوريزې، خواله او چاپي رسنۍ خپروي؛ نو نړيوالو ته اړينه ده، چې د پښتو ژبې او پښتني رواجونو په باره کې معلومات تر لاسه کړي؛ نو په همدې پار د ټاپ ټيک آنلاين ښوونځي د ورته معلوماتو تر لاسه کولو او د پښتو ژبې د زده کړې په موخه ښه ادرس دی.
د ټولګي تر سره کولو څرنګوالی:
د پښتو ژبې ټولګی د زده کوونکو لپاره په ځانګړو وختونو کې په آنلاين او په ژوندۍ بڼه وړاندې کيږي، د پښتو ژبې اړوند ښوونکي به د پښتو درسونو د زده کړې په موخه لارښوونې او لوستونه وړاندې کوي، د ټاپ ټيک هر زده کوونکی کولای شي، چې د خپل حساب له لارې ټول متني درسونو، د درسونو اړوند ويډيوګانو ته هر اړخيز لاسرسی ولري او تېر درسونه بيا بيا تکرار کړي او په دې برخه کې خپلو پوښتونو ته د اړوند ښوونکو له لارې مشخص ځواب تر لاسه کړي. آنلاين لارښوونې او د زده کوونکو خپل حساب ته دايمي لاسرسي د دې لامل کيږي، چې زده کوونکی خپل درسونه په اغېزمنه توګه او ژر زده کړي.
د پښتو ژبې د زده کړې د ټولګي ځانګړنې:
د ښوونې او روزنې اړوند موادو او ميتودونو څخه په استفادې مو هڅه دا ده، چې د ټاپ ټيک ښوونځي زده کوونکو ته له لاندې لارو څخه په ګټې اخيستو د تدريس چارې تر سره کړو:
- له ښوونکو سره په آنلاين درسونو کې ګډون؛
- متني درسونو ته لاسرسی؛
- زده کوونکي کولای شي، چې د درسونو اړوند ويډيوګانې وګوري؛
- تېرو درسونو ته د ثبت په بڼه لاسرسی؛
- د زده کړې اړوند تمرينونو ته لاسرسی؛
- د پښتو ژبې د زده کړې ټولګيوال کولای شي، د پښتو ژبې اړوند نورو سرچينو او کتابونو ته هم له دې لارې لاسرسی ومومي.
د ټولګي له تر لاسه کولو وروسته پایله:
هيله او هڅه مو دا ده، چې د ټاپ ټيک پښتو ژبې ټولګي له سر ته رسولو سره به هر زده کوونکی په پښتو ژبه خبرې او د پښتو ژبې ليک لوست وکړای شي، د پښتنو له دود او دستور په اړه به معلومات تر لاسه کړي، د ټاپ ټيک د پښتو ژبې ښوونځي او ټولګي په سرته رسولو سره به يې تر ډېره د پښتو ژبې د زده کړې په باره کې ستونزې حل شي.

دا برنامه د هغو کسانو لپاره دی چې غواړي د پښتو ژبې لوستل او لیکل زده کړي
Sunday 01 Sep, 2024
6 Months
Pacific Time Zone
Instructor Led
Remote Learning

Value that Delivers
$40
-
د پښتو ژبی زده کړو برنامې د بشپړولو وروسته ، زموږ زده کونکي به اساسا لاندې موضوعات زده کړي:
-
د پښتوژبې د الفبا د لیک زده کول
-
د الفبا د لیکوتحنیک پیژندنه (دنیمه تورو نه ګټه اخیستنه )
-
د یو ځای لیکو زده کول (د کلیمي جوړول)
-
د جملی د لیکلو زده کول
-
دپښتو ژبې ګرامر او دهغې عملې بیلګي
-
د کلیمي ساختمان او دهغي ډولونه.
-
په پښتو ژبې کې د نومونو جمع کول
-
ضمیر او دهغې ډولونه
-
دکلمو په سمه توګه لیکل (د املا د قواعدواو اصولو ډول )
-
هغه کلیمې چې په اکثرصحیح نه استعمالیږي
-
د لیک نښو پیژندنه او په عملې ډول لیکنه یې
-
د اصطلاحاتو پیژندنه او ددوی په سمه توګه يې لیکنه
$240

Enroll in Your Future Today
د پښتو ژبی زده کړه پروګرام Curriculum

.png)

د پښتو ژبی زده کړه پروګرام
د پښتو ژبی زده کړه پروګرام Program
د پښتو ژبې د زده کړې ټولګی
اوسنۍ نړۍ چې تر ډېره د انټرنيټ پر مټ سره نژدې شوې او د بشريت د ژوند په هر اړخ کې يې سهولت را منځته کړی، له همدې فرصت څخه په استفادې د ټاپ ټيک ښوونځي په اډانه کې د پښتو ژبې په ګډون د ښوونځي مختلف مضمونونه په آنلاين ډول د لوړو زده کړو او تجربه لرونکو ښځينه او نارينه ښوونکو لخوا تدريسوو؛ که د پښتو ژبې او نورو ديني او ساينسي علومو د زده کړې په لټه کې ياست، د ټاپ ټيک ښوونځي د کورنۍ غړي شئ، په ګډه به د هدف ته د رسېدو په پار د مزل لاره لنډوو.
زموږ هدف:
هغو بهر مېشتو افغان کوچني ماشومانو ته چې د زده کړې د چاپيريال په شمول يې ټولنيز، اقتصادي، فرهنګي او له ژوند سره تړلي نور اړخونه له افغاني کلتور او پښتو ژبې سره توپير لري، نه يې زده کړې په پښتو ژبه دي او نه يې هم د پارک او تفريح په ماحول کې د پښتو ژبې له ويونکو سره څه سر او کار شته، د کورنۍ مشران هم د ډېرو بوختياوو له امله نشي کولای، چې له خپلو کوچنيانو سره کافي وخت تېر کړي او له هغوی سره په خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبه خبرې وکړي، کوچنيان او تنکي ځوانان هم په خپلو درسونو کې د ډېر مصروفيت له وجې نشي کولای، چې د خپلو والدينو د وطن (افغانستان) د دود او دستور په باره کې له خپلو مشرانو سره وغږيږي، د پښتو ژبې د کورسونو او ټولګيو نشتوالی هم د ورته ستونزو د حل په مخ کې خنډ دی، دغه لاملونه دي چې بهر مېشت تنکي ځوانان د پښتو ژبې له زده کړې بې برخې دي. د ټاپ ټيک آنلاين ښوونځي مشرتابه او ورسره ټيم د ورته بهر مېشتو هيوادوالو د دغه ارمان د پوره کېدو او د پښتو ژبې د زده کړې د ستونزې د حل په موخه قدم پورته کړی او په دې برخه کې خدمت د ځان لپاره وياړ ګڼي.
بله دا چې، اوسمهال د نړۍ په لر او بر کې د ځايي او بومي پښتنو په ګډون چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده په لسګونو ميليونه وګړي په پښتو ژبه خبرې کوي، له دغو وګړو سره د سياست، سوداګرۍ، مهاجرتونو، ټولنيزو چارو، سياحت او ګرځندوی، فرهنګي او د ژوند په نورو ګڼو اړخونو کې د اړيکو ساتلو په هدف د نړۍ لوی او پرمختللي هيوادونه په پښتو ژپه د اعتماد وړ غږيزې، انځوريزې، خواله او چاپي رسنۍ خپروي؛ نو نړيوالو ته اړينه ده، چې د پښتو ژبې او پښتني رواجونو په باره کې معلومات تر لاسه کړي؛ نو په همدې پار د ټاپ ټيک آنلاين ښوونځي د ورته معلوماتو تر لاسه کولو او د پښتو ژبې د زده کړې په موخه ښه ادرس دی.
د ټولګي تر سره کولو څرنګوالی:
د پښتو ژبې ټولګی د زده کوونکو لپاره په ځانګړو وختونو کې په آنلاين او په ژوندۍ بڼه وړاندې کيږي، د پښتو ژبې اړوند ښوونکي به د پښتو درسونو د زده کړې په موخه لارښوونې او لوستونه وړاندې کوي، د ټاپ ټيک هر زده کوونکی کولای شي، چې د خپل حساب له لارې ټول متني درسونو، د درسونو اړوند ويډيوګانو ته هر اړخيز لاسرسی ولري او تېر درسونه بيا بيا تکرار کړي او په دې برخه کې خپلو پوښتونو ته د اړوند ښوونکو له لارې مشخص ځواب تر لاسه کړي. آنلاين لارښوونې او د زده کوونکو خپل حساب ته دايمي لاسرسي د دې لامل کيږي، چې زده کوونکی خپل درسونه په اغېزمنه توګه او ژر زده کړي.
د پښتو ژبې د زده کړې د ټولګي ځانګړنې:
د ښوونې او روزنې اړوند موادو او ميتودونو څخه په استفادې مو هڅه دا ده، چې د ټاپ ټيک ښوونځي زده کوونکو ته له لاندې لارو څخه په ګټې اخيستو د تدريس چارې تر سره کړو:
- له ښوونکو سره په آنلاين درسونو کې ګډون؛
- متني درسونو ته لاسرسی؛
- زده کوونکي کولای شي، چې د درسونو اړوند ويډيوګانې وګوري؛
- تېرو درسونو ته د ثبت په بڼه لاسرسی؛
- د زده کړې اړوند تمرينونو ته لاسرسی؛
- د پښتو ژبې د زده کړې ټولګيوال کولای شي، د پښتو ژبې اړوند نورو سرچينو او کتابونو ته هم له دې لارې لاسرسی ومومي.
د ټولګي له تر لاسه کولو وروسته پایله:
هيله او هڅه مو دا ده، چې د ټاپ ټيک پښتو ژبې ټولګي له سر ته رسولو سره به هر زده کوونکی په پښتو ژبه خبرې او د پښتو ژبې ليک لوست وکړای شي، د پښتنو له دود او دستور په اړه به معلومات تر لاسه کړي، د ټاپ ټيک د پښتو ژبې ښوونځي او ټولګي په سرته رسولو سره به يې تر ډېره د پښتو ژبې د زده کړې په باره کې ستونزې حل شي.
Topics Covered
Students Skills and Knowledge after completing د پښتو ژبی زده کړه پروګرام
Out students Should be able to
- Skill 1
- Skill 2
- Skill 3
- Skill 4
- Skill 5
- Skill 6
- Skill 7
Fees And Payments